Banner

د هميم جلالزي په زړه پورې غزل

10.07.2011 11:43

لږ  مې وژلی دی په ډېر نور کې ولاړ يمه زه
د زندګۍ په نوم په سره اور کې ولاړ يمه زه

 
زړه راته وايي چې يو څوک درپسې چيغې وهي
اورم يې نه ورته د ښار شور کې ولاړ يمه زه

 
د خپل عادت مجبور چې نن راګوري ما به ويني
نن مې د دواړو سترګو هر  تور کې ولاړ يمه زه

 

ماته د ځان معرفت ځکه را په برخه نه شو
هر لور ته ناست يمه او هر لور کې ولاړ يمه زه

 
لېونی کېږم چې ددې رابطې سوچ کومه
ته زما زړه کې او د خدای کور کې ولاړ يمه زه

 

علم ګل سحر 11.07.2011 07:47

دغه شعر هم د همیم جلالزي صاحب د نورو شعرونو غوندې ښکلی او له نویو خبرو څخه ما لامال دی په قلم یې برکت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.